Today: Monday 18-12-2017

Press Release on Publication of the First Research Report by the AIHRC on the Collapse of Kundoz City Pashto version

posted: 2015-10-22
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون

د کندز ښار د سقوط د قضيې په اړه د کميسيون لومړی څېړنيز رپوټ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسيون يوځل بيا پر کندز ښار د وسله والو مخالفانو بريد او د استوګنې د ځاينو او د خيريه مرستندويه موسسو په ګډون د عامه خدماتو د ادارو د تاسيساتو په نښه کول په ترټولو سختو ټکو غندي او محکوموي

کميسيون د دې پېښې له پېښېدو سره سم د شخړې د بهير څارنه کړې، د يو هیئت په لېږلو او په ګاونډیو ولايتونو بغلان او تخار کې د کارکوونکو پر توظيف سره يې د بشري او بشردوستانه حقونو د نقض قضيې مخامخ ليدلي او له عيني شاهدانو، متضررينو او د دولتي او غير دولتي اړوندو ادارو له مسولينو سره د مرکو له لارې يې مستندسازي، څارنه او رسيدګي کړې ده، همدارنګه د غير نظاميانو د ملاتړ او د هيوادوالو د بشري حقونو د لا ډېر نقض د مخنيوي په برخه کې يې دادخواهي او هڅې کړي دي

کميسيون تر اوسه د خپلو څارنيزو موندنو پر بنسټ، درې مطبوعاتي اعلاميې خپرې کړې دي او دا دی په کندز ښار کې د وسله والې شخړې په بهير کې د بشري او بشردوستانه حقونو د نقض د مواردو د ارزونې په اړه خپل لومړی څېړنيز رپوټ خپروي. د کميسيون څېړنيز رپوټ چې له دې اعلاميې سره خپريږي، د دې قضيې د هر اړخيزې څېړنې او ارزونې پايله ده

د کميسيون څېړنيز رپوټ د بشري او بشردوستانه حقونو د نقض قضيې، د بشري او بشردوستانه حقونو په اسنادو کې د درج شويو اصولو او قواعدو په نظر کې نيولو سره، په ځانګړي ډول د ژنيو ۱۹۴۹ څلورګونو کنوانسيونونو، د دې کنوانسيونونو دويم الحاقي پروتوکول او د عرفي بشردوستانه قواعدو په نظر کې نيولو سره، چې په داخلي وسله والو شخړو څارنه کوي، وړاندې کوي او په عين حال کې د افغانستان دولت، د دولت ملاتړو بين المللي ځواکونو ته راڼه او ښکاره وړانديزونه کوي او د دولت د مخالفو وسله والو لپاره جدي توصيې او سپارښتنې مطرح کوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د افغانستان له دولت او د دې رپوټ د وړانديزونو ټولو مخاطبانو څخه په کلکه غواړي، چې د دې رپوټ موندنو او وړانديزونو او سپارښتنو ته جدي پام وکړي او د تطبيق او تعميل لپاره يې عملي ګامونه واخلي. همدارنګه له رسنيو، د مدني ټولنې له سازمانونو او بشري حقونو له فعالانو غوښتنه کوي، چې د دې رپوټ منځپانګه په پراخ ډول خپره کړي او په رپوټ کې د درج شويو سپارښتنو او وړانديزونو لپاره دادغوښتنه وکړي او له کميسيون سره د تل په څېر همکاري وکړي
 
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون

۲۳/۷/۱۳۹۴


 

 

View All News